مکې مکرمې ته نږدې د حوثیانو بې‌پیلوټه الوتکه ویشتل شوې

0
19

د رویټرز او فرانس پرېس د راپور له مخې، سعودي عربستان وايي، هوايي دفاعي ځواکونو یې د سې‌شنبې په ورځ د مکې مکرمې په جنوب کې د حوثیانو یوه بې‌پیلوټه الوتکه له دې مخکې وویشتله چې د مکې پر ممنوعه هوايي حریم واوړي.

د سعودي په مشرۍ د پوځي ائتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي، د اسلام د دوو سپېڅلو ځایونو او حاجیانو امنیت د دوی لپاره «سره کرښه» ده او د حوثیانو پر وړاندې به اړین مخنیوي ګامونه پورته کړي.

د المالکي په وینا، دا دویم ځل دی چې حوثیان د مکې د په نښه کولو هڅه کوي. نوموړي د ۲۰۱۷ کال د جولای هغې پېښې ته هم اشاره کړې چې سعودي ائتلاف هغه مهال د مکې پر لور د بالستیک توغندي توغول بللي وو.

خو د حوثیانو ویاند حازم الاسد دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې پر مکه د برید ادعا «تکرار شوې درواغجنه ادعا» ده.

د اسلامي همکاریو سازمان هم د مکې په اړه د شوې پېښې په تړاو غبرګون ښودلی او د سعودي عربستان پر وړاندې یې روان بریدونه غندلي دي.

په همدې حال کې، سعودي عربستان د سې‌شنبې په ورځ د هېواد په بېلابېلو سیمو، د مکې په ګډون، امنیتي خبرداریونه خپاره کړل. دا خبرداریونه وروسته له هغې ورکړل شوي چې په تېره یوه اوونۍ کې پر سعودي عربستان څو بریدونه شوي دي.

د امریکا سفارت هم په سعودي عربستان کې د سفر په اړه د بیا غور کولو سپارښتنه کړې او د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو، وسله‌والو نښتو او ترهګرۍ د ګواښونو یادونه یې کړې ده.

حوثیان د یمن د سره سمندرګي د ساحل پر ځینو برخو واک لري او په تېره یوه اوونۍ کې یې پر سعودي عربستان د څو بریدونو مسوولیت منلی دی. دوی ویلي چې دغه بریدونه د یمن پر ضد د هوايي بریدونو په غبرګون کې شوي دي.