د هرات او بادغیس د تېلو د زېرمو د پلټنې تړون لاسلیک شو

0
34

د افغانستان د اقتصادي چارو لپاره د لومړي وزیر مرستیال دفتر وايي، د هرات او بادغیس ولایتونو ترمنځ د «کشک ـ تیرپل» د تېلو د زېرمو د پلټنې او استخراج پروژه پیلېږي.

د چارواکو په وینا، له سعودي عربستان یوې خصوصي کمپنۍ «ډیلټا انټرنېشنل» سره د دغې سیمې د اوو برخو د تېلو د پلټنې او استخراج تړون شوی دی. د تړون له مخې به شرکت د لومړنیو پلټنو په پړاو کې تر ۲۰۰ میلیونه ډالرو پورې پانګونه وکړي.

د «کشک ـ تیرپل» د تېلو زېرمه شاوخوا ۲۳ زره مربع کیلومتره پراخوالی لري، خو د تړون لاندې اووه برخې یې ۱۴ زره او ۸۷۱ مربع کیلومتره مساحت لري.

د تړون موده ۲۵ کاله ټاکل شوې، چې له دې ډلې لومړني اته کاله به د تېلو د زېرمو د پلټنې لپاره ځانګړي وي.