بټګرام او ښکته دیر کې د سېلابونو له امله دوه کسان مړه شوي

0
48

د خیبر پښتونخوا په بټګرام او ښکته دیر ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله دوه کسان مړه شوي دي.

په بټګرام کې یوه ښځه د جوزې سیمې په یوه ډکه شوې ویاله کې ډوبه شوې ده. د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې، د هغې مړی موندل شوی او کورنۍ ته سپارل شوی دی.

په ښکته دیر کې بیا یو ۱۴ کلن هلک، کونین، د سدو سیمې په پنجکوړه سیند کې ډوب شوی دی. د ځايي خلکو په وینا، نوموړی د لامبو لپاره سیند ته تللی و چې د اوبو تېز جریان له ځان سره یووړ. نوموړی روغتون ته له رسېدو وروسته مړ اعلان شوی دی.

د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې، په ښکته دیر کې د روان باراني موسم پر مهال د اوبو د ډوبېدو ۱۶ پېښې ثبت شوې دي چې له امله یې ۱۳ کسان مړه او درې نور ژغورل شوي دي.

بلخوا، د سختو بارانونو له امله د صوابۍ ولسوالۍ د یارحسین او دوبین سیمې هم سېلابونو ځپلې دي. د سیمې کورونه، کوڅې، سړکونه او کروندې له اوبو ډکې شوې دي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د بارانونو پر مهال له سیندونو، ویالو او تېزو اوبو څخه لرې پاتې شي.