ایران وایي، دا مهال له امریکا سره هېڅ ډول مذاکرات نه کوي، بلکې د هرمز تنګي له لارې د لنډمهاله خوندي سمندري تګراتګ د برابرولو په اړه له عمان سره خبرې روانې دي.
د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ وویل، له عمان سره یوازې د یوې هوکړې ترلاسه کېدل د هرمز تنګي د عادي فعالیت د بېرته پیل لپاره بسنه نه کوي، ځکه د ده په وینا، تر هغه چې د امریکا “پوځي فشار او بریدونه” دوام ولري، وضعیت به بدل نه شي.
بقایي زیاته کړه، تهران او مسقط د هرمز په تنګي کې د یوې نوې سمندري لارې پر جوړېدو خبرې کوي، چې پکې به د بېړیو د ننوتلو او وتلو لپاره جلا جلا مسیرونه په پام کې ونیول شي، څو د کښتیو تګراتګ خوندي او منظم شي.
دا څرګندونې داسې مهال شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د خلیج د ځینو متحدو هېوادونو، لکه قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د غوښتنې له مخې یې پر ایران د نویو هوايي بریدونو پرېکړه ځنډولې ده.
ټرمپ ویلي، امریکايي پوځ د یکشنبې لپاره د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د تر ټولو ستر پوځي عملیاتو چمتووالی نیولی و، خو د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او یو شمېر نورو سیمهییزو مشرانو له خبرو او همدارنګه د ځینو ایراني چارواکو له غوښتنو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د پوځي اقدام پر ځای ډیپلوماټیکو هڅو ته نور وخت ورکړي.
د نوموړي په وینا، له سعودي ولیعهد سره یې په خبرو کې پوښتنه کړې وه چې برید ترسره شي که نه، او د سعودي لوري ځواب دا و چې د پوځي اقدام پر ځای دې د یوې سیاسي هوکړې هڅه وشي، ځکه د جګړې پایلې اټکل کېدونکې نه دي.
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، تمه ده چې له ایران سره نوې خبرې د دوشنبې په ورځ پیل شي. د هغه په وینا، په دغو احتمالي خبرو کې به د هرمز تنګي د وضعیت او د ایران د اټومي پروګرام په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث وشي.
بل لور ته ایران ټینګار کړی چې له عمان سره د هرمز په تنګي کې د نوې خوندي سمندري لارې د جوړولو په اړه د هوکړې وروستي پړاو ته نږدې شوی دی. په همدې سیمه کې د یکشنبې په ورځ د یوه نفت وړونکي ټانکر د چاودنې راپور هم ورکړل شوی، چې د دې مهمې نړیوالې اوبو لارې د امنیت په اړه اندېښنې یې یو ځل بیا زیاتې کړې دي.
د ټرمپ له وروستیو څرګندونو وروسته، د اسیا په بازارونو کې د نفتو بیې راټیټې شوې. د ویسټ ټیکساس انټرمیډیټ خام نفتو بیه نږدې ۴ اعشاریه ۷ سلنه کمه شوه او د یوه بېرل بیه شاوخوا ۸۰ اعشاریه ۷۲ امریکايي ډالرو ته ورسېده.
د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ د روان کال د فبرورۍ له ۲۸مې وروسته زیات شوی، کله چې امریکا او اسرائیل پر ایران بریدونه وکړل. له هغه وخت راهیسې د پوځي فشار ترڅنګ، د ډیپلوماټیکو هڅو بېلابېل پړاوونه هم ترسره شوي، خو دواړو لورو تر اوسه د کړکېچ د بشپړ هواري لپاره کومه وروستۍ هوکړه نه ده اعلان کړې.


