شنبه, مې 30, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد کوژدې وروسته زیاتېدونکې اړیکو ماتېدل

د کوژدې وروسته زیاتېدونکې اړیکو ماتېدل

نن سبا زموږ په ټولنه کې یو ډېر اندېښمنوونکی رجحان په چټکۍ سره زیات شوی، هغه دا چې ډېرې کوژدې د واده تر مرحلې رسېدو مخکې ماتېږي. که څه هم ځینې ټولنیزې کړۍ د دې کچه تر ۸۵ سلنې پورې یادوي، خو حقیقت دا دی چې په وروستیو کلونو کې دغه ستونزه په بې‌ساري ډول زیاته شوې ده.

لیکنه: داودجبارخیل

نن سبا زموږ په ټولنه کې یو ډېر اندېښمنوونکی رجحان په چټکۍ سره زیات شوی، هغه دا چې ډېرې کوژدې د واده تر مرحلې رسېدو مخکې ماتېږي. که څه هم ځینې ټولنیزې کړۍ د دې کچه تر ۸۵ سلنې پورې یادوي، خو حقیقت دا دی چې په وروستیو کلونو کې دغه ستونزه په بې‌ساري ډول زیاته شوې ده.

پخوا وختونو کې کوژدې یا نامزدي تقریباً د واده ضمانت ګڼل کېده. د دې تر ټولو لوی لامل دا و، چې د هلک او نجلۍ ترمنځ مستقیم او دوامدار تماس ډېر کم و. د لیکونو له لارې محدوده اړیکه موجوده وه، چې له امله یې د یو بل لپاره درناوی، اشتیاق او تجسس ژوندی پاتې کېده.

خو د اوسني عصر موبایل، ټولنیزې رسنۍ، واټساپ او د هر وخت اړیکې د دې پاکې اړیکې بڼه بدله کړې ده. اوس د کوژدې له اعلان سره سم شپه او ورځ خبرې کول عادي خبره ګرځېدلې ده. په پیل کې دا نږدېوالی ښه ښکاري، خو ورو ورو همدغه دوامداره اړیکه د ګڼو ستونزو سبب ګرځي.

د انسان د نفسياتو یو منل شوی اصل دا دی، چې کوم شی د لږ انتظار او هڅې وروسته ترلاسه شي، ارزښت یې زیات وي. کله چې دوه کسان هر وخت یو بل ته موجود وي، نو د وخت په تېرېدو سره د یو بل په اړه تجسس او شوق کمېږي. د خبرو موضوعات ختمېږي، خبرې رسمي او بې‌خونده کېږي او بالاخره همدغه اړیکه د بار په څېر احساسېږي.

د دوامدارو اړیکو یو بل زیان دا دی، چې د دواړو شخصي ازادي او محرمیت اغېزمنېږي. هر وخت آنلاین اوسېدو تمه، د پیغام ناوخته ځوابولو باندې شک، د ټیلیفون نه پورته کولو له امله خپګان او د هرې دقیقې حساب غوښتل، اړیکه په ذهني فشار بدله کوي. پایله یې دا وي، چې د مینې او خوږوالي پر ځای ستړیا، بې‌باوري او تنګښت پیدا کېږي.

کله چې دوه کسان د بېلابېلو کورنیو، چاپېریال او فکر لرونکي وي او هر وخت خبرې کوي، اختلافات حتمي دي. پخوا که کومه ستونزه پیدا کېده، نو د مشرانو له لارې حل کېده، ځکه هلک او نجلۍ مستقیم یو له بل سره نه ښکېل کېدل. خو اوس د نامزدۍ له لومړیو ورځو سره سم یو بل د کورنیو شخصي موضوعات، پخوانی ژوند او عادتونه معلوموي. د ذهني پخوالي د نشتوالي له امله ځوانان ډېری وخت دغه خبرې نه شي زغملای او وروسته همدا خبرې دطعن، شخړو او جنجال سبب کېږي.

کوچنۍ غلط فهمۍ هم لویو ستونزو ته لاره هواروي. لکه د پیغام ناوخته ځواب، د کومې خبرې ناسم مطلب اخیستل یا په ټولنیزو رسنیو کې د یو فعالیت په اړه شک کول. ځکه لیکلې خبرې اکثره لهجې نه لري، نو عادي جمله هم کله ناکله د جګړې سبب ګرځي.

سربېره پر دې، ځوانان د فلمونو، ډرامو او ټولنیزو رسنیو تر اغېز لاندې له خپل نامزد څخه غیرحقیقي تمې پیدا کوي. دوی فکر کوي، چې هر وخت توجه، دوامداره مینه او بشپړه احساساتي همغږي ضروري ده، حال دا چې واقعي ژوند له دې سره توپیر لري. کله چې دا تمې پوره نه شي، نو مایوسي پیدا کېږي او اړیکه کمزورې کېږي.

بېشکه په اوسني عصر کې له موبایل او انټرنېټ پرته ژوند کول ناشوني دي، خو د اړیکو د خوندي ساتلو لپاره د حدودو ټاکل ډېر ضروري دي. د ورځې پرله‌پسې پیغامونو پر ځای باید د خبرو لپاره مناسب وخت وټاکل شي، څو د یو بل لپاره اشتیاق او درناوی ژوندی پاتې شي.

د نامزدۍ پر مهال باید د خپل تېر ژوند، پخوانیو اړیکو او د کورنۍ د حساسو ستونزو له شریکولو ډډه وشي. همدارنګه که مقابل لوری مصروف وي، نو باید هغه ته خپل شخصي وخت او ازادي ورکړل شي. د هر وخت حساب غوښتل مینه نه، بلکې د بې‌باورۍ نښه ده.

په مهمو پرېکړو کې د والدینو او مشرانو مشورې ته هم ارزښت ورکول اړین دي، ځکه تجربه اکثره وخت له احساساتو غوره پرېکړه کولی شي.

د نن ورځې په عصر کې د هرې اړیکې ساتلو لپاره ذهني بلوغ ترټولو مهم شی دی. ځوانان باید د فلمونو او ټولنیزو رسنیو لیدلو سره د خپلو کوژدنو څخه د رومانس غیر واقعي تمې له ټاکلو څخه ډډه وکړي. اړیکه د پیغامونو په سرعت نه جوړیږي بلکه په صبر، زغم، بخښنې او د یو بل لپاره درناوي باندې جوړیږي. که چیرې د کوژدې په جریان کې کومه کوچنۍ ستونزه رامنځته شي، نو دا هوښیارانه ده چې زده کړئ چې له پامه یې وغورځوئ پرځای یې چې دا د سمدستي انا مسله جوړه کړئ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه