یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلوچستان کې د ښځینه پولیس سرتېرې او براهوۍ شاعر وژنه

بلوچستان کې د ښځینه پولیس سرتېرې او براهوۍ شاعر وژنه

د پاکستان د بلوچستان ایالت په نوشکي او کیچ ولسوالیو کې په دوو جلا پيښو کې د براهوۍ ژبې یو استاد او شاعر، او یوه ښځینه پولیس سرتېرې وژل شوي دي، په داسې حال کې چې د ښځینه پولیسې مېړه او یو زوی ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي، د لومړنیو پلټنو له مخې دواړه پېښې هدفي وژنې ښکاري.

د پولیسو په وینا، لومړۍ پېښه د شنبې په سهار د نوشکي ولسوالۍ د کلي مینګل په سیمه کې رامنځته شوه، چې له کوټې شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره واټن لري.

پولیس وایي، پر موټرسایکل سپرو نامعلومو وسله‌والو د هدیرې ترڅنګ د براهوۍ ژبې پر لیکوال، شاعر او د دولتي ښوونځي پر استاد محمد خان، چې په “«غمخوار حیات» مشهور و، ډزې وکړې.

د نوشکي پولیسو مشر سلیم شاهواني ویلي، محمد خان هغه مهال پر موټرسایکل کور ته روان و چې برید پرې وشو. د پولیسو په وینا، نوموړی د برید پر ځای وژل شوی دی.

که څه هم پولیسو تر اوسه د برید د لامل په اړه رسمي څه نه دي ویلي، خو په نوشکي کې یوه پولیس افسر د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د وژل شوي د کورنۍ غړي دا پېښه هدفي وژنه بولي.

بل لور ته، د بلوچستان د وزیراعلی د کورنیو چارو سلاکار بابر یوسفزي د دواړو پېښو غندنه کړې او ویلي یې دي چې «فتنه الهندوستان» اوس ښځې، استادان او د بلوچستان بې‌ګناه خلک په نښه کوي.

هغه ویلي، د لیډي کانسټېبل شکیلې وژل کېدل د هغې د ماشومانو مخې ته ښکاره ترهګري ده او دا د وسله‌والو د بزدلانه ذهنیت څرګندونه کوي.

بابر یوسفزي د غمخوار حیات وژنه هم له یوې ناقانونه ګرځول شوې ډلې سره تړلې بللې او ادعا یې کړې چې «فتنه الهندوستان» پروفېسر غمخوار حیات وژلی دی.

خو تر اوسه کومې ډلې یا تنظیم د دغو بریدونو مسؤولیت نه دی منلی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه