یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه هرات کې د نامعلومو وسله‌والو په ډزو کې ۷ ملکي وګړي...

په هرات کې د نامعلومو وسله‌والو په ډزو کې ۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي

ويب ډيسک

هرات کې د ناڅرګنده وسله والو لخوا په عامو خلکو ډزې کړې چې له امله ووه کسان مړه شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع، پېښه تایید کړې ده.
هغه په خپل ایکس (پخوانی ټویټر) پاڼه لیکلي چې نامعلومو وسله‌والو، چې پر موټرسايکل سپاره وو، د انجیل ولسوالۍ په یوه تفریحي سیمه کې پر ملکي خلکو ډزې وکړې.
طبي سرچینو ویلي چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی.
د برید انګېزه او د بریدګرو پېژندنه تر اوسه نه ده څرګنده شوې.
امنیتي سرچینو د پېښې د څېړنې لپاره پلټنې پیل کړې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه