ویب ډیسک
افغانستان او پاکستان سره پر پوله مېشتو خلکو ويلي چې د سختو توپچي بريدونو او چاودنو له امله اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو ځواکونو ترمنځ نښتې اوومې ورځې ته داخلې شوې.
تېرې اوونۍ پر لويو افغان ښارونو د پاکستاني هوايي بريدونو وروسته، د دواړو ګاونډيو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ د څو لسيزو تر ټولو سختې سرحدي نښتې روانې دي.
پر ایران د امریکا او اسراییل بريدونو هم په سيمه کې بې ثباتي زياته کړې ده.
اسلاماباد ويلي چې د دوی هوايي بريدونه د هغو وسلهوالو د افغان ملاتړ د ختمولو لپاره دي چې پر پاکستان بريدونه کوي. طالبان د وسلهوالو ډلو د ملاتړ تورونه رد کړي دي.
د وروستيو نښتو پر مهال، پاکستاني امنيتي ځواکونو د طالبانو حکومت په مستقيم ډول هم په نښه کړی دی.
«توپچي بريدونه د افطار پر مهال پيلېږي»
د پاکستان په شمال لوېديځ کې د ښارګوټو او کليو اوسېدونکو ويلي چې د سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه ماښام پيلېږي، چې له امله يې د دوی کورونه د دواړو غاړو د توپچي بريدونو لاندې راځي.
د دوی په وينا، ډزې ډېری وخت د لمر لوېدو پر مهال کېږي، هغه وخت چې خلک د روژې په مبارکه مياشت کې افطار کوي.
د تورخم پولې ته څېرمه د لنډي کوتل ښارګوټي اوسېدونکي فريد خان شينواري ويلي چې ورځ کې بشپړه چوپتيا وي، خو کله چې دوی د افطار لپاره کښېني، دواړه غاړې توپچي بريدونه پيل کړي.
هغه ويلي چې د روژې د افطار پر وخت په ډېر سخت حالت کې وي، ځکه نه پوهېږي چې کله به کومه مرمۍ د دوی پر کور راولوېږي.
د ښارګوټي او شاوخوا کليو اوسېدونکو ويلي چې په تېرو څو ورځو کې يې د سختو توپچي بريدونو او ځينو چاودنو غږونه اورېدلي، چې له امله يې ډېر خلک اړ شوي خپل کورونه پرېږدي.
د پولې بلې غاړې ته افغان ملکي وګړو هم د نښتو او د خپلو کورونو پرېښودو ورته کيسې بيان کړې دي.
سلګونه کسان خلاص ميدان ته په خيمو کې لېږدول شوي، چېرته چې ځمکه ډېره ککړه ده. ډېر داسې کسان هم شته چې هېڅ ځای ورته پناه نه ده موندل شوې او له خپلو کورونو لرې د پرانيستي اسمان لاندې شپې تېروي.
افغان چارواکي وايي چې له سرحدي سيمو شاوخوا زر او پنځه سوه کورنۍ بېځايه شوې دي.
د دوه زره او شپږ سوه کيلومتره اوږدې پولې په اوږدو کې جګړه له يوې اوونۍ راهيسې روانه ده. دواړه لوري وايي چې يو بل ته يې درانه زيانونه اړولي او د مقابل لوري ځينې پوستې يې نيولې دي.


