سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهفرانسوي ورځپاڼه، لویدیځ هېوادونه افغان واکمنو سره د اړیکو د چینلونو په...

فرانسوي ورځپاڼه، لویدیځ هېوادونه افغان واکمنو سره د اړیکو د چینلونو په جوړولو بوخت دی.

ویب ډیسک

فرانسوي ورځپاڼه ادعا کړې، چې لویدیځ هېوادونه د طالبانو سره د اړیکو د چینلونو په جوړولو بوخت دی.

 

د لوموند په نوم فرانسوي ورځپانې په یوه راپور کې لیکلي: په داسې حال کې چې لویدیځو هېوادونو په دودیز ډول د طالبانو په وړاندې سخت دریځ غوره کړی و، خو اوس داسې ښکاري چې دا هېوادونه په تدریجي ډول د طالبانو سره د اړیکو چینلونه جوړوي.

 

د دې رسنۍ په راپور کې زیاته شوې چې لویدیځ هېوادونه د خپلو پخوانیو دریځونو برعکس، په پټه او تدریجي ډول د طالبانو سره د اړیکو چینلونه رامنځته کوي.

 

نږدې څلور کاله کیږي، چې طالبان د افغانستان واکمنان دي، خو تر اوسه هیڅ هېواد په رسمیت ندي پېژندلې.

 

نړیواله ټولنه همېش ټینګار کوي، چې طالبان دې د ښځو او بشر حقونو ته د پاملرنې ترڅنګ ټولشموله حکومت رامنځټه کړي، خو طالبان دغه غوښتنه د دوی په داخلو چارو کې د لاس وهنې په معنی بولي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه