یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنياروپايي ټولنې د افغان ښځو د ملاتړ په موخه پنځه ورځنی کمپاین...

اروپايي ټولنې د افغان ښځو د ملاتړ په موخه پنځه ورځنی کمپاین پیل کړی

ويب ډيسک

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت پنځه ورځنی کمپاین پیل کړی دی، چې موخه یې له افغان ښځو لپاره نړیوال ملاتړ دی.

 

په دې کمپاین کې د افغان ښځو او ماشومانو د وضعیت ښه کولو او د هغوی د حقونو ترلاسه کولو لپاره مرستو ته ځانګړی اهمیت ورکړل شوی دی.

 

د کمپاین په لومړۍ ورځ، د اروپايي ټولنې استازولۍ ټینګار کړی چې افغان ښځې او ماشومان باید د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي پرمختګ په لور مرستې ته لاسرسی ولري. په دې مناسبت، استازولۍ ویلي چې هغوی به د افغان ښځو د تعلیم، صحت او نورو اساسي حقونو لپاره ژمن پاتې شي.

 

دا کمپاین په داسې حال کې پیل شوی چې طالبانو په افغانستان کې د انجونو زده کړې ځنډولي او له کار هم منع شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه