سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمود خان اڅکزی: خلک مو له وزیرستان نه ویستل او افغانستان کې...

محمود خان اڅکزی: خلک مو له وزیرستان نه ویستل او افغانستان کې مو ووژل

ويب ډيسک

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پر برمل ولسوالۍ د پاکستانيو الوتکو برید ته په اشارې وایي د پاکستان حکومت لومړی له وزیرستانه خلک وویستل، هغوی چې افغانستان ته کډه شول، هلته یې په بمبار کې ووژل.

په یاد برید کې ۵۱ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي چې طالبانو «وزیرستاني کډوال» بللي او پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي غړي یې وژلي دي.

اڅکزي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي د پاکستان پوځ لومړی خلکو ته وایي چې دا سیمه تشه کړئ، موږ عملیات کوو، خو کله چې دا خلک افغانستان ته کډه وکړي، بیا پرې بمبار کوئ چې دا ترهګر دي.

پر وزیرستان د پاکستاني پوځ د عملیاتو په ترڅ کې زیاتره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې چې ځينې یې له فرضي کرښې دې خوا خوست او پکتیکا کې مېشتې شوې.

ښاغلی اڅکزی زیاتوي «څوک چې د خپل کور او بچو ساتنه کوي، هغه ترهګر نه دي؛ ترهګر هغه دي چې خلک په خپل کور کې ځوروي.»

د ملګرو ملتونو اړونده ادارو خبر ورکړی چې په یادو بریدونو کې یې د ښځو او ماشومانو په شمول د ګڼ شمېر ملکي وګړو د وژنې کره راپورونه ترلاسه کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه