مرکزي بانک اعلان کړی چې ۱۵ میلیونه ډالره داوطلبۍ ته وړاندې کوي.

0
187

ويب ډيسک

طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې ۱۵ میلیونه ډالره داوطلبۍ ته وړاندې کوي.

د طالبانو مرکزي بانک په اېکس‌پاڼه کې یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي چې دا پیسې به سبا (چهارشنبه، وږي ۱۴مه) داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

نوموړي بانک له ټولو پر شرایطو برابر بانکونو او د تبادلې او پیسو خدماتو له شرکتونو څخه غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ورسره برخه واخلي.

د مرکزي بانک له لوري د ډالرو د لیلام موخه د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت ساتل دي چې تل له بدلون سره مخ وي.

څو ورځې وړاندې هم یاد بانک ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر لیلام کړل.

دا مهال د کابل د اسعارو په بازار کې د یو ډالر بیه ۷۰.۳۰ افغانۍ ده.