روژه اوپېشلمی په پښتو لنډیو ( ټپو ) کې

0
295

په روژه مات راشه جانانه
تر پیشلمي پورې به وکړو مجلسونه

دروژې هر ماښام اختر دی
ټو ټې ټو ټې دپیشلمي دلاسه یمه

دپیشلمي اورونه بل شول

مساپر آشنا به څوک راویښوینه

د پیشلمي اورونه بل شول
نجلۍ په سرو منګولویار راویښوینه

د پیشلمي اورونه بل شول
نجلۍ په سرومنګلوغنې(۱) ماتوینه

په پیشلمي کې مې رایادشوې
حیران په دې یم ورځ به څنګه تېرومه

تر پیشلمــــــي به درســـــره یـــــــم
‏باقي روژه ده جوړه نه کیږي خوبونه

د پیشلمي اورونه بل شول
زه خواره ناسته مرور پخلا کومه

د پيشلمي ډوډۍ مزه کا
چې شاه ليلا یې په سرتورې پخوينه

له خوبه پورته شه نېک بختې
پېشلمى تېر د ی ملايان کوي بانگونه

په کور او کلي کې غوغا ده
دلته په ویر دي پېشلمي او ماښامونه

روژه دکور کلي مزه کړي
دپردي ښار څه پېشلمي څه ماښا مونه

اختر نږدې دی روژه لاړه
لیلا به چا ته سرې منګولې ښکاروینه

اختر نږدې دی روژه لاړه
د یار وعده مې د اختر ده رابه شینه

اخی ترې جار روژه پرې بوج ده
شونډې یې وچې سترګې مړې، مړې غړوینه

ادکې مورې په ژړا شوم
په پېشلمي کې دې را نغلل اوازونه

اسره مې خدای ته وه بیا تاته
غوټه روژه کې دې راکړي ځوابونه

اوبه په لپو، لپو وڅښه
سبا روژه ده بیا به وکړې ارمانونه

اوس دې دیدن نه کوم یاره
فرضي روژه ده، دیدن نه کېږي مینه

پردی وطن پردی ماښام دی
د روژه ماتې پکې نشته دي خوندونه

په روژه ماتي زړه ته راغلې
ډوډۍ مې پرېښوده سلګیو ونېومه

بې له ادکې پېشلمی دی
ډوډۍ بې خونده اوبه زهر غوندې دينه

غرق شی اذان راباندې وشو
د غیږې خوند دې پېشلمي نه اووېستمه

په پټو سترګو پېشلمی کړم
د ځوانۍ خوب مې لکه بنګه زنګوینه

په پټو سترګو پېشلمی کړي
د یار لوېدلې سترګې کلي ړنګوینه

دروژه ماتي غم په تاشو!
دپیشلمي وريجې به زه درپخومه

‏شو پېشلمی ځوانان ویده دي
خوېندې لګیا دې، اور په غنو بلوینه

هر پېشلمی درپسې ژاړم
ګرانه وطنه د غم زغم دې نه لرمه

خپل پېشلمی راڅخه هېر وي
په فکر ستا یم چې جانان به څنګه وینه

په شوګېرو عادت سړی یم
دکلي خلک پېشلمي ته ویښومه

په سپينه خوله که روژه ماته
د کفارت روژې به دواړه ونيسونه
————-
غنې = اغزن ، وچ او بې پاڼو ښاخونه