یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان په کابل، کندهار او پکتیکا کې هوايي بریدونه کړي

پاکستان په کابل، کندهار او پکتیکا کې هوايي بریدونه کړي

ویب ډیسک

پاک ـ افغان سرحدي جبهه د پنجشنبې له شپې راهیسې یو ځل بیا توده شوې ده. د افغانستان له لوري پر سرحدي پوستو له بریدونو وروسته پاکستان په کابل، کندهار او پکتیکا کې هوايي بریدونه کړي او د مهمو پوځي تاسیساتو د ویجاړولو ادعا یې کړې ده.

د سعودي عربستان له لوري له پاکستان سره اړیکه
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د خپل پاکستاني سیال سره ټیلیفوني خبرې کړې دي چې پکې دواړو مشرانو له افغانستان سره د کړکېچ پر وضعیت خبرې کړې دي.

د سعودي رسمي خبري اژانس په وینا، د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني تماس کې د سیمې پر وضعیت او د سیمه‌ییز ثبات او امنیت د ساتلو ترڅنګ د تاوتریخوالي د کمولو پر لارو چارو خبرې تبادله کړې دي.

د پاکستان او د افغان طالبانو حکومت ترمنځ نښتې د پنجشنبې په شپه پیل شوې چې لا هم دوام لري.
د پنجشنبې په شپه د طالبانو حکومت ویاند ادعا وکړه چې د فبرورۍ د ۲۱مې نېټې د بریدونو په ځواب کې یې پر سرحدي پاکستانی پوستو بریدونه کړي او پر ځینو یې ولکه ټینګه کړې ده.

پاکستان پر افغانستان غچ اخیستونکي بریدونه کړي چې لا هم روان دي. پاکستاني ځواکونو د افغانستان په دریو ولایتونو کې هوايي بریدونه هم ترسره کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارڑ په وینا، په کابل، کندهار او پکتیکا کې د طالبانو دفاعي هدفونه په نښه شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ادعا کړې چې د طالبانو ۱۳۳ کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کړې چې د پاکستان ۵۵ سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور یې نیولي دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني هوايي بریدونو پخلی کړی، خو ویلي یې دي چې پکې کوم زیان نه دی اوښتی.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجہ آصف افغانستان ته د “پرانیستې جګړې” ګواښ کړی او ویلي یې دي چې زموږ د زغم کاسه نوره ډکه شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه