یوناما په افغانستان کې د انجونو پر مخ د ښونځيو خلاصولو غوښتنه کړې، یوناما په خپل راپور کې ويلي، د افغان نجونو پوره یو نسل له ښوونځي څخه محروم ساتل شوی دی. د معلوماتي ټیکنالوژی او اړیکو په برخه کې د نجونو پر نړیواله ورځ موږ له حاکمو چارواکو څخه غوښتنه کوو چې دا بندیز سمدلاسه لغوه کړي.
دغه سازمان وايي، د معلوماتو، مخابراتو او ټیکنالوژۍ په ګډون ښوونې او روزنې ته د ټولو نجونو له بشپړ لاسرسي څخه ډاډ تر لاسه کول نه یوازې د دوی د حقونو د خوندیتوب، بلکې د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا، د دندو د رامینځته کولو او پر ځان د یوه ښه بسیا راتلونکي په لور اړین ګامونه دي.
یوناما وايي، په تعلیم سمبال نجونې د مهارتونو له کاري ځواک سره مرسته کوي، نوښتونه رامنځ ته کوي او له ټولنو سره مرسته کوي چې د اقتصادي او ټولنیزو ننګونو پر وړاندې ودریږي.
د افغانستان لپاره یوناما ويلي، د نجونو پر تعلیم پانګونه د افغانستان پر ملي امنیت، ثبات او اقتصادي ودې پانګونه ده.


