لیک: ډاکټر لطیف یاد
(لومړۍ برخه )
کشمیر یوه ښکلې او غرنۍ سیمه ده چې دهیمالیااو پیر پنجال دغرونوترمینځ مو قعیت لري او دهیمالیا دغرونو په لمنه کې پرته ده . په اوسني وخت کې کشمیر په دووبرخو ویشل شوی دی چې یو یې هندي کشمیر دی او بل یې هم پاکستاني کشمیر دی . پټه دې نه وی چې دکشمیر دلانجې پر سر دهند او پاکستان تر مینځ سترې جګړې هم شوي دي ،دهندي کشمیر پایتخت سرینګر او جمو دی او دپاکستانی کشمیر مرکز مظفر آباد دي . دهندي کشمیر مسا حت دپاکستانی کشمیرپه برتله زیات دی. مسلما نانو لومړی ځل په کشمیر کې په ۱۳۳۹ زیږدیز کال کې واکمنی ترلاسه کړې ده او تر هغه دمخه هندوان او بودایان هلته واکمن وو.
دهندي کشمیر ولسوالۍ :
۱- اننتناګ
۲-کولګام
۳- پولواما
۴- شو پیان
۵- بودګام
۶- سرینګر
۷- ګندیربال
۸- باندیپوري
۹- بارامولا
۱۰- کوپواره
دهندي کشمیر باغونه ( بڼونه ) :
۱-نشاط باغ
۲- شالیمار باغ
۳- چشمه شاهي
۴- اچا بل
دهندی کشمیر مشهور جهیلونه :
۱- د دال جهیل
۲- دګډ سر جهیل
۳- دګنګابل جهیل
۴- دکریشن سر جهیل
۵- دمناسبل جهیل
۶- دنوندکول جهیل
۷- دستسار جهیل
۸- دشیش ناګ جهیل
۹- دتارسار جهیل
۱۰ – دوشیشانسر جهیل
۱۱- دوولار جهیل
دهندی کشمیر غرونه :
کالهوج . ماچوی.، هراموک، سربل ، امرنات ، تاتاکوتي ، مهادیو
دپاکستانی کشمیر ولسوالۍ :
۱- کوټیل
۲- بهیم بر
۳- مظفر آباد
۴- هاتیان
۵- نیلم
۶- پونچ
۷- حویلي
۸- باغ
۹- سودهانوتي
دکشمیر دخلکو ژبې :
۱- کشمیري
۲- اردو
۳- پهاړي
۴- میر پوري
۵- ګوجري
۶- هندکو ( اینکو)
۷- پنجابي
۸- پښتو
۹- هندي
۱۰- لداخي
۱۱-ډوګري
باید زیاته کړم چې دهندی کشمیر دټولوو ګړو شمیر (۱۲۵۴۱۳۰۲ ) تنه او دپاکستاني کشمیر (۴۵۶۷۹۸۲) تنه دي .
څرنګه چې زموږ ددې مقالې اصلي مو ضوع په کشمیر باندې ددرانیانو دواکمني په اړوندده نو زه به دهغو حکمرانانو یادونه وکړم چې ددرانیانو دواکمنانو په وختونو کې یې بر کشمیر راج او واکمني کړې ده .
۱- شاه غاسي ( ایشک آقاسي ) عبدالله خان :
هغه و خت چې احمد شاه بابا په ۱۱۶۱لیږدیز/ هجري کال کې ددولس زره سپرو سره دلاهور دنیولو په نیت روان شو نو دهند ډیرې سیمې یې ترلاسه کړې ، البته په هغه وخت کې لا اوسنی پاکستان نه وجوړشوی. ابدالي احمدشاه بابا لومړی ځل په ۱۱۶۶ زیږدیز کال کې دکشمیر دنیو لو هڅې پیل کړې او کشمیر یې ونیوه او شاه غاسي عبدالله خان یې هلته دکشمیر حکمران وټاکه . نوموړی یو باتدبیره حکمران واو ډیر پیاوړی اداري سیسټم یې هلته رامینځ ته کړ . ده ددکشمیر دخلکو سره غور ه سلوک او چلند کاوه او دکشمیر خلک هم ترې خوښ وو. دده دواکمنۍ موده په کشمیر کې شپږ میاشتې وه چې بیا ددرانی حکومت له خوا دده پر ځای خواجه عبدالله خان دکشمیر حکمران وټاکل شو.
۲- خواجه عبدالله خان :
دشاه غاسي عبدالله خان نه وروسته خواجه عبدالله خان په کشمیر کې ددرانیانو دحکومت داستازي او حکمران به توګه وټاکل شو .ده یو هندو سلاکار ( مشاور ) درلودچې سوک جیون نومید .نوموړی په کابل کې زیږیدلی و،خو کورنۍ یې دپنجاب دخوشاب دسیمې پورې تړلې وه .نو موړی سوک جیون وروسته دخواجه عبدالله خان سره په مخالفت لاس پورې کړاودابوالحسن خان په سلا او مشوره یې خواجه عبدالله خان دخپلو دوو زامنو سره یو ځای ووژل. دخواجه عبدالله خان دواکمنۍ موده په کشمیر کې یوازې څلور میاشتې او اووه ورځې وه .
۲- خواجه عبدالله خان :
دشاه غاسي عبدالله خان نه وروسته خواجه عبدالله خان په کشمیر کې ددرانیانو دحکومت داستازي او حکمران به توګه وټاکل شو .ده یو هندو سلاکار ( مشاور ) درلودچې سوک جیون نومید .نوموړی په کابل کې زیږیدلی و،خو کورنۍ یې دپنجاب دخوشاب دسیمې پورې تړلې وه .نو موړی سوک جیون وروسته دخواجه عبدالله خان سره په مخالفت لاس پورې کړاودابوالحسن خان په سلا او مشوره یې خواجه عبدالله خان دخپلو دوو زامنو سره یو ځای ووژل. دخواجه عبدالله خان دواکمنۍ موده په کشمیر کې یوازې څلور میاشتې او اووه ورځې وه .


