د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون (HRCP) د کلني راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت په چټکۍ سره خراب شوی دی.
د راپور له مخې، دا مهال په پاکستان کې تر ټولو لویه ستونزه د خلکو ژوند ته پېښ ګواښونه دي. خلک له خپلو کورونو پورته کېږي او ورکول کېږي؛ د کورونو سپکاوی کېږي او اساسي قانون او قوانین تر پښو لاندې کېږي.
په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۵ کال کې په ټول هېواد کې ۱،۲۷۲ وسله وال بریدونه او عملیات شوي، چې له امله یې له ۳،۴۰۰ څخه ډېر کسان مړه شوي دي. د اجباري ورکېدلو په اړه د پلټنو کمیسیون ۲۷۳ نوې قضیې ثبت کړې دي. په ټول هېواد کې د پولیسو په مقابلو کې نږدې ۱،۷۰۰ مشکوک کسان وژل شوي دي.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۶،۵۰۰ څخه ډېرې پېښې ثبت شوې دي، چې په کې په سلګونو د «غیرت» په نوم وژنې هم شاملې دي. ورسره د بېکارۍ کچه په تېرو ۲۱ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې یعنې ۷.۱ سلنې ته رسېدلې ده.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې په هېواد کې له ۲۵ میلیونو څخه ډېر ماشومان له ښوونځیو بهر دي او ۱۰ میلیونه نور د خوراکي توکو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دي.


