جمعه, جولای 17, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجیوني کې د کوسټ ګارډز پر پوستې ځانمرګی برید، ۴ امنیتي سرتېري...

جیوني کې د کوسټ ګارډز پر پوستې ځانمرګی برید، ۴ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د بلوچستان د ګوادر ولسوالۍ د جیوني سیمې په پانوان کې د پاکستان کوسټ ګارډز پر یوې پوستې د ځانمرګي موټر برید شوی، چې له امله یې د پاکستان کوسټ ګارډز درې سرتېري او د پوځ یو سرتېرى وژل شوي او ۱۶ نور امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

د پولیسو سرچینو ویلي، برید د جمعې په ماښام شاوخوا اووه بجې هغه مهال ترسره شو، کله چې له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر په چټکۍ سره د پوستې د اصلي ودانۍ سره وجنګېد. د زورورې چاودنې له امله د پوستې د ودانۍ لویه برخه ونړېده او د چاودنې غږ لرې سیمو ته هم واورېدل شو.

د راپورونو له مخې، په یادې پوستې کې د پاکستان کوسټ ګارډز د درېیمې کنډک او د پنجاب رجمنټ د ۳۲مې واحد شاوخوا ۲۰ امنیتي سرتېري ځای پر ځای وو. دغه پوسته د جیوني ښار شاوخوا لس کیلومتره لرې د ساحلي سیمې د امنیت او څارنې لپاره په مهم موقعیت کې جوړه شوې ده.

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ګوادر ولسوالۍ پولیس، فرنټیر کور او د قانون پلي کوونکو نورو ادارو ځواکونه سیمې ته ورسېدل، سیمه یې کلابنده کړه او د ژغورنې او پلټنې عملیات یې پیل کړل.

ټپیان لومړی د جیوني او ګوادر روغتونونو ته ولېږدول شول، او یو سخت ټپي سرتېرى د لا ښه درملنې لپاره ګوادر ته انتقال شوی دی.

امنیتي ادارو د برید د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړې دي، او په سیمه کې امنیتي تدابیر نور هم سخت شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه