د بلوچستان حکومت اعلان کړی چې د صوبې پر لویو لارو د بار وړونکو موټرو د خوندي تګ راتګ لپاره به ډېر ژر د کاروان یا کنوای سیستم عملي کړي، څو د سوداګرو، ټرانسپورټرانو، مسافرو او عامو خلکو امنیت لا پیاوړی شي.
دغه اعلان د بلوچستان د کورنیو چارو اضافي مشر منشي حمزه شفقات او د کوټې کمېشنر شهزب خان کاکړ د کوټې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له چارواکو او د ټول بلوچستان د سوداګرو د اتحاد او د عمل کمېټې له غړو سره په غونډه کې وکړ.
چارواکو وویل، د بار وړونکو موټرو، مسافر وړونکو بسونو او د خلکو د سر او مال ساتنه د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده، او د امنیت د ښه کېدو لپاره به ټولې شته اسانتیاوې او سرچینې وکارول شي.
دوی زیاته کړه چې د ایران له تفتان پولې څخه تر کوټې او د هېواد نورو سیمو پورې به د بار وړونکو موټرو د خوندي تګ راتګ لپاره د کاروان سیستم عملي شي.
غونډه کې د سوداګرو او ټرانسپورټرانو استازو پر لویو لارو د بار وړونکو لاریو، د مایع ګازو ټانکرونو او نورو موټرو پرلهپسې بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له حکومت یې وغوښتل چې د امنیتي تدابیرو د لا پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
دوی د کاروان د نوي سیستم په اړه خپلې سپارښتنې هم وړاندې کړې او ویې ویل چې پر لویو لارو د غلاوو، د موټرو سوځولو او د پلونو په ګډون د عامه شتمنیو د زیانمنېدو پېښو د سوداګرو، واردوونکو، صادرونکو او مسافرو اندېښنې زیاتې کړې دي.
حمزه شفقات، شهزب خان کاکړ او د کوټې مرستیال کمېشنر مهرالله بدیني ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د صوبې حکومت د امنیتي ستونزو څخه خبر دی او د ملي لویو لارو د امنیت د ښه کولو لپاره یې عملي اقدامات پیل کړي دي.
چارواکو وویل چې په هغو سیمو کې، چې د ټرانسپورټي موټرو پر وړاندې بریدونه ډېر شوي، د پاکستان پوځ، سرحدي ځواکونو (اېف سي) او د ترهګرۍ ضد ځواکونو په همکارۍ به امنیتي تدابیر نور هم پیاوړي شي.
دوی ټینګار وکړ چې د بلوچستان ټولې لویې لارې ستراتیژیک اهمیت لري او د امنیت د لا ښه کولو له لارې به د خلکو باور بېرته ورغول شي او د خلکو او سوداګریزو توکو خوندي تګ راتګ به اسانه شي.
چارواکو همدارنګه اعلان وکړ چې د بس ټرانسپورټ ټولنې له استازو سره به د شنبې په ورځ ځانګړې غونډه ترسره شي، څو د هغوی ستونزې په تفصیل سره واورېدل شي.
په غونډه کې دا ژمنه هم وشوه چې د کلات او پشین په وروستیو پېښو کې د وژل شویو کورنیو ته د مالي مرستو ورکړه به ژر تر ژره بشپړه شي.
د غونډې په پای کې چارواکو او سوداګرو د امنیتي ستونزو د حل او پر لویو لارو د خوندي تګ راتګ د باور د بېرته راژوندي کولو لپاره د ګډې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.


