راپور: داود جبارخیل
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په خپل کلني راپور کې ویلي چې ۲۰۲۵ کال په پاکستان کې د مېشتو میلیونونو افغان کډوالو لپاره د بېساري فشار، قانوني محدودیتونو او ناڅرګند راتلونکي کال و. د راپور له مخې، د پاکستان د حکومت د نوو پالیسیو له امله د افغان کډوالو د تګ راتګ ازادي، قانوني خوندیتوب، روغتیايي او تعلیمي خدمتونو ته لاسرسی او د ورځني ژوند شرایط په پراخه کچه اغېزمن شوي دي.
راپور څرګندوي چې د غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو د پلان د دویم او درېیم پړاو له عملي کېدو، د کډوالو د استوګنې سیمو د قانوني حیثیت د بدلون او د اسنادو د اعتبار د ستونزو له امله د افغان کډوالو لپاره د خوندیتوب فضا تر بل هر وخت محدوده شوې ده.
د راپور له مخې، د نیولو او ایستلو د وېرې له امله ګڼ شمېر افغانې کورنۍ اړ شوې چې له خپلو کورونو څخه ونه وځي، کار او زدهکړې یې اغېزمنې شوې او زرګونو کورنیو، سره له دې چې د راتلونکي په اړه یې اندېښنې لرلې، افغانستان ته د بېرته ستنېدو پرېکړه وکړه.
د افغان کډوالو پر وړاندې محدودیتونه
د UNHCR په وینا، د پاکستان د حکومت د نویو اقداماتو له مخې هغه افغانان چې معتبره ویزه یې نه لرله، د غیرقانوني بهرنیانو په توګه وپېژندل شول. راپور زیاتوي چې د راجسټریشن کارتونو (PoR) لرونکي یو شمېر افغانان هم له قانوني ستونزو سره مخ شول.
په راپور کې راغلي چې په ټول پاکستان کې د افغان کډوالو ۵۴ مېشت ځایونه خپل رسمي حیثیت له لاسه ورکړ او د اسنادو د مودې پای ته رسېدو له امله زرګونه افغانان د خپل قانوني موقف د ساتلو له ستونزو سره مخ شول.
UNHCR وایي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغان کډوالو د نیولو پېښې د تېرو کلونو په پرتله ۱۲ برابره زیاتې شوې او له یو میلیون څخه ډېر افغانان یا په خپله خوښه او یا هم د حکومتي اقداماتو له امله افغانستان ته ستانه شول.
روغتیا، زدهکړې او د ماشومانو وضعیت
راپور ښيي چې د امنیتي او قانوني فشارونو له امله د افغان ماشومانو په ښوونځیو کې د شاملېدو کچه راټیټه شوې او روغتیايي خدمتونو ته د کډوالو لاسرسی هم محدود شوی دی.
سره له دې، UNHCR ویلي چې د بېړنیو شرایطو د مدیریت لپاره یې خپلې کړنلارې بدلې کړې او د ټیلیفون، ډیجیټلي خدمتونو، آنلاین مشورو او قانوني مرستو له لارې یې د افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.
قانوني مرستې او د زیانمنو کسانو ملاتړ
د راپور له مخې، د UNHCR او د هغه د شریکو ادارو له خوا د ۱۰ قانوني مرستندویه مرکزونو له لارې له ۱۰۶ زرو څخه زیاتو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته قانوني مشورې او مرستې برابرې شوې دي.
همدارنګه، له ۷۶۰۰ څخه ډېرو بېتابعیته کسانو سره هم مرسته شوې او د دغو هڅو په پایله کې ۲۱ کسان له زندانونو څخه خوشې شوي دي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د هغو افغانانو لپاره یې د ځانګړو ساتندویو میکانېزمونو غوښتنه کړې چې افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې له جدي ګواښونو سره مخ کېدای شي؛ لکه خبریالان، د بشري حقونو فعالان، د ښځو تر مشرۍ لاندې کورنۍ، مذهبي او قومي اقلیتونه او نور زیانمن قشرونه.
د ښځو او ماشومانو لپاره ځانګړي پروګرامونه
UNHCR ویلي چې له ستونزو سره سره یې د افغان نجونو او ماشومانو لپاره خپل پروګرامونه دوامداره ساتلي دي.
د راپور له مخې:
له ۱۷۰۰ څخه زیاتو نجونو ته د چټکو تعلیمي پروګرامونو له لارې د زدهکړې زمینه برابره شوې.
ورته شمېر نجونو ته د خوندي تګ راتګ لپاره مالي مرسته ورکړل شوې.
۲۶۱ افغان محصلانو د لوړو زدهکړو بورسونه ترلاسه کړي دي.
د ښځو او ماشومانو د ملاتړ لپاره ۲۱ خوندي مرکزونه فعال ساتل شوي.
له ۱۴۷۰۰ څخه زیاتو ماشومانو ته د ساتنې او ملاتړ ځانګړي خدمات وړاندې شوي دي.
د چاپېریال او اقتصادي ملاتړ پروګرامونه
راپور زیاتوي چې د چاپېریالي ساتنې په برخه کې هم یو شمېر پروګرامونه عملي شوي دي. د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې په ۵۴ ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو کې د لمریزې برېښنا سیستمونه نصب شوي او له ۶۵۰۰ څخه ډېرو کورنیو ته د لمریزې انرژۍ وسایل ورکړل شوي دي.
UNHCR وایي، دغه پروګرامونه هر کال شاوخوا درې میلیونه یونټه پاکه برېښنا تولیدوي، چې د برېښنا لګښتونه راکموي او د چاپېریال ساتنې برخه کې هم مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو غوښتنه
د راپور په پای کې UNHCR ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د ستونزو دوامداره او اغېزمن حل یوازې هغه مهال ممکن دی چې د هغوی خوندي، باعزته او داوطلبانه ستنېدنه یقیني شي، د درېیمو هېوادونو د مېشتېدو پروګرامونه پراخ شي، قانوني لارې زیاتې شي او د کډوالو د حقونو د خوندیتوب لپاره قوي نړیوال ملاتړ موجود وي.
راپور خبرداری ورکوي چې د مالي سرچینو کمښت، د حکومتونو د پالیسیو بدلون او سیمهییزې بېثباتۍ د افغان کډوالو وضعیت لا پسې پېچلی کړی او نړیواله ټولنه باید د دې بشري بحران پر وړاندې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.


