جمعه, جولای 17, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه تخار کې د یوه پېژندل شوي صراف ورور په وسله‌وال برید...

په تخار کې د یوه پېژندل شوي صراف ورور په وسله‌وال برید کې وژل شوی

راپور: داود جبارخیل

ځایي سرچینې وایي، د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د یوه پېژندل شوي صراف حاجي احسان ورور، نقیب الله، د نامعلومه وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، پېښه پرون ماښام د تالقان ښار د «بهترین عالم» جومات ته نږدې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې نقیب الله د وسله‌والو تر برید لاندې راغلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

سرچینې وایي، بریدګر له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي. د برید د انګېزې او څرنګوالي په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

تر اوسه سیمه‌ییزو چارواکو د دې پېښې په اړه رسمي جزئیات نه دي وړاندې کړي او نه هم کومې ډلې د برید مسؤلیت منلی دی.

امنیتي ادارو د پېښې د عاملینو د پېژندلو او نیولو لپاره د پلټنو د پیل خبر ورکړی، خو د پلټنو پایلې لا نه دي اعلان شوې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه