د بلوچستان حکومت ویلي، د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ترمنځ د دانه سر په سیمه کې د مسافر وړونکي بس د پېښې له امله ۴۰ کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.
د بلوچستان د اعلی وزیر د سیاسي او رسنیو چارو سلاکار، شاهد رند، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د اعلی وزیر سرفراز بګټي په لارښوونه د بلوچستان او خیبر پښتونخوا له اړوندو ادارو سره همغږي وشوه او د ژغورنې او مرستو عملیات پیل شول.
د خبرپاڼې له مخې، د دواړو ولایتونو د ژغورنې ادارې او سیمهییز چارواکي د ټپیانو د درملنې او زیانمنو شویو کسانو د مرستې لپاره په ګډه کار کوي.
چارواکي وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، په بس کې د خپلو مسافرو ترڅنګ د یوه بل خراب شوي بس سپرلۍ هم سپرې شوې وې، چې له امله یې د بس د سپرلیو شمېر تر عادي اندازې زیات و.
د بلوچستان حکومت ویلي، د پېښې د لاملونو په اړه څېړنې روانې دي، د مړو د هویت د تثبیت او د ټپیانو د درملنې چارې دوام لري، او له زیانمنو کورنیو سره به اړینې مرستې هم ترسره شي.
د حکومت په وینا، د پېښې د بشپړو څېړنو له پای ته رسېدو وروسته به یې پایلې له خلکو سره شریکې شي.


