راپور: داود جبارخیل
د کابل–جلالاباد پر لویه لاره د راستنېدونکو افغان کډوالو یو بار وړونکی ټېلر موټر، چې د کډوالو د کورنیو د سامانونو او سپرلیو لېږد یې کاوه، له سړک څخه اوښتی او سیند ته لوېدلی دی. د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ۲۲ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په پېښه کې یو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ نور ټپیان شوي دي، چې د ژغورنې ډلو له خوا نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د مړو او ټپیانو دقیق شمېر او د هغوی د هویت په اړه لا بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.
راپورونه ښيي چې دغه موټر د هغو افغان کورنیو و چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي وو او خپلې کډې او کورني توکي یې لېږدول.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته ژغورنې ډلې، امنیتي ځواکونه او سیمهییز اوسېدونکي د مرستې لپاره سیمې ته رسېدلي او د ژغورنې او لټون عملیات یې پیل کړي دي.
د کابل–جلالاباد لویه لاره د هېواد له خطرناکو لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې هر کال پکې د چټک سرعت، تخنیکي ستونزو، د سړک د خرابوالي او د ترافیکي اصولو د نه مراعت له امله ګڼې خونړۍ پېښې رامنځته کېږي.


