جمعه, جولای 17, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د ځان‌دفاع...

امریکا د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د ځان‌دفاع حق لري

امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، واشنګټن د ترهګرو بریدونو پر وړاندې د پاکستان د ځان‌دفاع له حقه ملاتړ کوي او زیاتوي چې د پاکستان خلکو د ترهګرۍ له امله ډېر زیانونه ګاللي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي ترینګلتیا لا هم روانه ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ پراخه نښتې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۶مه پیل شوې، چې پاکستان وايي له افغان خاورې پرې بریدونه شوي وو. پاکستان د دغو بریدونو په غبرګون کې د «غضب للحق» په نوم عملیات پیل کړل او اعلان یې وکړ چې د افغانستان دننه یې د وسلوالو پر پټنځایونو هوايي او ځمکنۍ بریدونه کړي دي.

د سرحدي کړکېچ له امله د تېر کال د اکتوبر له ۱۳مې راهیسې د تورخم او چمن په ګډون سرحدي لارې تړلې دي، او اوس یوازې له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو اجازه ورکول کېږي.

ملګرو ملتونو ویلي، د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې افغان طالبانو ویلي چې د پاکستان دننه یې هوايي بریدونه کړي، خو پاکستان بیا ادعا کړې چې په بلوچستان کې یې څلور بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

اسلام‌اباد پرله‌پسې ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او ځینې نورې وسلوالې ډلې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه تنظیموي، خو د افغانستان سرپرست حکومت دغه ادعاوې ردوي او وایي چې د پاکستان امنیتي ستونزې د هغه کورنۍ مسئله ده.

پاکستاني چارواکي وایي، له افغان طالبانو سره یې څو ځله خبرې کړې، خو د دې ډاډ په ترلاسه کولو کې بریالي شوي نه دي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره نه کارول کېږي. بل لور ته، کابل دا تورونه نه مني.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د وروستیو سرحدي نښتو له امله ترینګلې دي، خو د چین په منځګړیتوب د دواړو لورو ترمنځ څو ځله د خبرو هڅې هم شوې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه