جمعه, جولای 17, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه ننګرهار کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پرله‌پسې وژنې؛ د امنیت او...

په ننګرهار کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پرله‌پسې وژنې؛ د امنیت او د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې

راپور: داود جبارخیل

د راپورونو له مخې، د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې څلور ښځینه روغتیايي کارکوونکې وژل شوې دي. په وژل شویو کې یوه ډاکتره، دوه قابله‌ګانې او یوه واکسیناتوره شامله ده.

سرچینې وایي، ځینو ځایي کسانو ته ویل شوي چې یادې ښځینه روغتیايي کارکوونکې د زړه د حملې له امله مړې شوې دي، خو د سیمې اوسېدونکي او د قربانیانو خپلوانو د دغو پېښو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. دوی وایي، ټولې وژل شوې ښځې ځوانې وې او د یوې اوونۍ په لنډه موده کې د څو ښځینه روغتیايي کارکوونکو مړینه د اندېښنې وړ ده.

دا پېښې په داسې مهال رامنځته کېږي چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت په جلال‌اباد ښار کې د شیخ مصري ښارګوټي په سیمه کې یوه ښځینه ډاکتره هم په خپل کور کې وژل شوې وه. د راپورونو له مخې، نوموړې تر دې وړاندې شکایت کړی و چې د کار پر مهال ورسره فشارونه او ځورونه کېږي او ځینو کسانو ورته د ګواښونو له لارې د دندې پرېښودلو غوښتنه کړې وه.

د ښځو د حقونو فعالان وایي، په افغانستان کې ښځینه روغتیايي کارکوونکې د ټولنې د مهمې برخې خدمت کوي، ځکه ډېری ښځې د درملنې لپاره ښځینه ډاکترانو، قابله‌ګانو او روغتیايي کارکوونکو ته اړتیا لري. دوی ټینګار کوي چې د دې مسلک د ښځو خوندیتوب باید د جدي پاملرنې وړ وي.

د عامو خلکو اندېښنه دا ده چې که د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې په سمه توګه و نه څېړل شي، نو دا به د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې هم منفي اغېز وکړي او ډېرې ښځې به له کار کولو زړه توري کړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو وروستیو پېښو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي او نه هم د وژل شویو ښځینه روغتیايي کارکوونکو د قضیو د پلټنو په اړه جزییات وړاندې شوي دي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د ښځینه کارکوونکو شتون ورته ډېر مهم دی، خو د ښځو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور د محدودیتونو له امله د دې برخې راتلونکی له ګڼو ننګونو سره مخ بلل کېږي.

د بشري حقونو بنسټونه غوښتنه کوي چې د دغو پېښو بې پرې پلټنې وشي، د قربانیانو کورنیو ته عدالت ورسېږي او د ټولو روغتیايي کارکوونکو، په ځانګړې توګه د ښځو، د خوندي کار چاپېریال تضمین شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه