جمعه, جولای 17, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد آیت الله خامنه ای د جنازې مراسم او د سیمې د...

د آیت الله خامنه ای د جنازې مراسم او د سیمې د مشرانو ګډون

د ایران د پخواني ستر مشر آیت الله علي خامنه ای د جنازې مراسم به د جولای په څلورمه نېټه پیل شي. ایراني چارواکو ویلي چې د جنازې عمومي مراسم به د شنبې له ورځې پیل او د هغه جسد به په تهران کې خاورو ته وسپارل شي.

د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف له ولسه غوښتي چې په پراخه ګډون سره دغو مراسمو برخه شي. چارواکو اټکل کړی چې له ۱۵ تر ۲۰ میلیونو پورې کسان به په مراسمو کې ګډون وکړي. د دې لپاره دولتي ادارې له شنبې تر دوشنبې پورې رخصت اعلان شوې دي او د تهران هوایي حریم به هم په محدوده توګه تړل کیږي.

د افغانستان پلاوی تهران ته رسېدلی

د افغانستان واکمن حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته سفر کړی دی. د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت هم په خپله اېکس پاڼه کې د دې سفر پخلی کړی دی.

د پاکستان لومړی وزیر هم ګډون کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې وزیراعظم شهباز شریف هم د آیت الله خامنه ای د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته ځي. د وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي چې شهباز شریف له درېیمې تر پنځمې جولای پورې په ایران او ترکیې کې رسمي سفرونه کوي او په تهران کې به له ایراني مشرانو سره مهمې لیدنې هم وکړي.

د مراسمو شالید

د ایران رسنیو ویلي چې د آیت الله خامنه ای جنازه په داسې حال کېږي چې ایران او امریکا د جګړې د ختمولو لپاره د یو تفاهم لیک وروسته نازک اوربند مراعاتوي. چارواکو ویلي چې تمه ده په مراسمو کې د ۳۰ هېوادونو استازي ګډون وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه