شنبه, جون 13, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخواجه آصف: هند د افغانستان له لارې پر پاکستان نیابتي جګړه کوي

خواجه آصف: هند د افغانستان له لارې پر پاکستان نیابتي جګړه کوي

اسلام‌اباد (پښتو جرنل) — د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د هند د پوځ د لوی درستیز وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، ښايي هند له تېر ځل تجربې لا پوره عبرت نه وي اخیستی او که بیا د شخړې هڅه وکړي، نو یو ځل بیا به له سختې ماتې سره مخ شي.

خواجه اصف له رسنیو سره په خبرو کې وویل، هند په تېر کړکېچ کې د ناسمو پرېکړو له امله زیان لیدلی او لا هم د خپلې ناکامۍ سپکاوی زغمي.

هغه ادعا وکړه، چې هند د افغانستان له لارې د نیابتي جګړې هڅه کوي، خو د پاکستان پوځ چمتو دی او که نوی تاوتریخوالی رامنځته شي، نو هند ته به تر تېر ځل لا سخته ماتې ورکړي.

د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړه، که هند بیا د شخړې لاره خپله کړي، نو پایلې به یې د دوی په زیان تمامې شي او پاکستان به خپل غبرګون په پوره ځواک وښيي.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې په دې وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا یو ځل بیا زیاته شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه